دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 290873
داعش: "طالبان زموږ له بریدونو شیعه ګان ساتي"
په ۵۶ دقیقه ایزه ټیپ کښې د داعش ترهګرې ډلې رسنیزې رسنۍ العظیم د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اسلامی امارت د اړیکو د غندلو په ترڅ کښې ویلی دی چې د اسلامی امارت حکومت شیعه ګان د هغوی له حملو څخه ساتی.
افغان غږ خبری آژانس: د داعش ترهګرې ډلې «العظیم» رسنۍ په یوه ۵۶ دقیقه ایز ټیپ کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اسلامی امارت د اړیکو د غندلو په ترڅ کې ویلی دی چې د اسلامي امارت شیعه او ایران د دوی له بریدونو څخه ساتي.

د داعش ترهګرې ډلې هم د ایران سره د اسلامی امارت د خواخوږۍ او د ایران د ولسمشر د شهادت په خاطر د تسلیت ویل يي محکوم کړی دی.

تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په وار وار اعلان کړی چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې شتون تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی.
https://avapress.com/vdcef78wxjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته