کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یو ټن ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ څخه ۳۰ ډالرو ته راټيټ شوی دی

29 اسد 1402 ساعت 12:27

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د لا زیاتو پانګوالو د هڅونې په موخه یې د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ ډالرو څخه ۳۰ ډالرو ته راټیټ کړی دی.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبه (اسد ۲۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د ډبرو سکرو صادرات هم له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړه چې د ډبرو سکرو په صادراتو ګمرکي محصول کې کموالی د دغه وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان په اساس وضع شوی دی.
 
دغه وزارت وايي، د ډبرو سکرو پر صادراتو د ګمرکي محصول د کمولو موخه سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کول او د لا ډېرو پانګوالو هڅول دي.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو د بیې له بدلون سره به د دې ګمرک محصولات هم بدل شي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د روان کال د سرطان په میاشت کې د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي محصول ۱۵ ډالره او د هغې د عوایدو بیه ۵ ډالره کمه کړې وه.
 


د مطلب کود: 275175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275175/د-یو-ټن-ډبرو-سکرو-صادراتو-ګمرکي-محصول-له-۴۵-څخه-۳۰-ډالرو-ته-راټيټ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com