دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 275175
د یو ټن ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ څخه ۳۰ ډالرو ته راټيټ شوی دی
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د لا زیاتو پانګوالو د هڅونې په موخه یې د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ ډالرو څخه ۳۰ ډالرو ته راټیټ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبه (اسد ۲۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د ډبرو سکرو صادرات هم له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړه چې د ډبرو سکرو په صادراتو ګمرکي محصول کې کموالی د دغه وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان په اساس وضع شوی دی.
 
دغه وزارت وايي، د ډبرو سکرو پر صادراتو د ګمرکي محصول د کمولو موخه سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کول او د لا ډېرو پانګوالو هڅول دي.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو د بیې له بدلون سره به د دې ګمرک محصولات هم بدل شي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د روان کال د سرطان په میاشت کې د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي محصول ۱۵ ډالره او د هغې د عوایدو بیه ۵ ډالره کمه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdccmpqip2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته