کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر:

حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتي

30 اسد 1402 ساعت 9:06

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال وايي چې په افغانستان کې د قومونو يووالى د اسلامي امارت د برياليتوب سبب شوى او په همدې اساس حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ يووالى او اتحاد وساتي .


آوا - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن یکشنبه (اسد ۲۹) د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره په کتنه کې وویل چې د قومونو یووالی په افغانستان کې د اسلامي امارت د برياليتوب لامل شو، په دې اساس حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ اتحاد او اتفاق وساتي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د خلکو قربانۍ نه هېروي او په اسلامي نظام کې د ټولو قربانیو ارزښت لري.
 
نوموړي په خپله وروستۍ وينا کې وويل، چې د دولتي ادارو دروازې د افغانستان د ټولو خلکو پر مخ خلاصې دي او هر څوک کولاى شي، چې خپلې هيلې او مشورې له مسوولينو سره شريکې کړي.
 
په دې غونډه کې د خوست ولايت يو شمېر مجاهدينو هم خبرې وکړې او ويې ويل: څومره چې زموږ ولس د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره قربانۍ ورکړي، اوس د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
 


د مطلب کود: 275231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275231/حکومت-هڅه-کوي-چې-د-قومونو-ترمنځ-یووالی-وساتي

آوا
  https://www.avapress.com