دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 275231
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر:

حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتي

حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتي
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال وايي چې په افغانستان کې د قومونو يووالى د اسلامي امارت د برياليتوب سبب شوى او په همدې اساس حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ يووالى او اتحاد وساتي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن یکشنبه (اسد ۲۹) د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره په کتنه کې وویل چې د قومونو یووالی په افغانستان کې د اسلامي امارت د برياليتوب لامل شو، په دې اساس حکومت هڅه کوي چې د قومونو ترمنځ اتحاد او اتفاق وساتي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د خلکو قربانۍ نه هېروي او په اسلامي نظام کې د ټولو قربانیو ارزښت لري.
 
نوموړي په خپله وروستۍ وينا کې وويل، چې د دولتي ادارو دروازې د افغانستان د ټولو خلکو پر مخ خلاصې دي او هر څوک کولاى شي، چې خپلې هيلې او مشورې له مسوولينو سره شريکې کړي.
 
په دې غونډه کې د خوست ولايت يو شمېر مجاهدينو هم خبرې وکړې او ويې ويل: څومره چې زموږ ولس د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره قربانۍ ورکړي، اوس د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
 
https://avapress.com/vdcfmtd0yw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته