کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د سړک د جوړولو چارې پیل شوې

30 اسد 1402 ساعت 13:05

د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښار د بادام باغ او بالا باغ ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو کار یې پیل کړی دی.


آوا - کابل: دغه سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري او په پاخه او اساسي ډول به جوړ شي.
 
په لومړي ګام کې به د جوړې شوې طرحې له مخې د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو د جوړولو، د سربند جوړولو او د هغې د اوږو د جوړولو چارې پیل شي.
 
  دغه راز د دغې لارې د استملاک لاندې د خنډونو او د پاتې کورونو د پاکولو کار هم روان دى.
 
په یاد سړک کې ۹۰ ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي، چې د قانون له مخې به یې مالکینو ته تاوان ورکول کېږي.
 
دغه سړک د کابل ښار د څلورمې، پنځمې او ۱۷مې ناحیې سیمې سره نښلوي او د کار په بشپړیدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
 


د مطلب کود: 275261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275261/د-کابل-ښار-له-بادام-باغ-څخه-تر-بالا-پورې-سړک-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com