دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 275261
د کابل ښار له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښار د بادام باغ او بالا باغ ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو کار یې پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري او په پاخه او اساسي ډول به جوړ شي.
 
په لومړي ګام کې به د جوړې شوې طرحې له مخې د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو د جوړولو، د سربند جوړولو او د هغې د اوږو د جوړولو چارې پیل شي.
 
  دغه راز د دغې لارې د استملاک لاندې د خنډونو او د پاتې کورونو د پاکولو کار هم روان دى.
 
په یاد سړک کې ۹۰ ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي، چې د قانون له مخې به یې مالکینو ته تاوان ورکول کېږي.
 
دغه سړک د کابل ښار د څلورمې، پنځمې او ۱۷مې ناحیې سیمې سره نښلوي او د کار په بشپړیدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
 
https://avapress.com/vdciqwarzt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته