کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په رسنیو باندې د محدودیتونو لګول د اصولو او ارزښتونو ساتل دي

30 اسد 1402 ساعت 14:53

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس وايي، د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي، نو اسلامي امارت د رسنیو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانین وضع کړي دي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې د ثور د ۲۴مې د درس او نصیحت تر عنوان لاندې جوړ شوی وو، وینا وکړه او وویل: د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي او اسلامي امارت د اصولو او ارزښتونو د ساتنې په موخه قوانین وضع کړي دي.
 
ښاغلي حماد ټینګار وکړ چې دغه بندیزونه د هېواد د اصولو او ارزښتونو د ساتلو په هدف له رسنیو پورته دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرخان ثاقب وايي، سره له دې چې هېواد ازادي ترلاسه کړې، خو په هېواد کې د کلتوري اشغال لړۍ لا هم روانه ده.
 
هغه زیاته کړه، هر ملت خپل دود لري، خپل لباس لري، موږ څوک یو، د یو مسلمان په توګه باید خپل کلتور ولرو او که نه؟
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول د سرپرست حکومت له لوري پر وخت د معلوماتو نه ترلاسه کولو او د ځينو محدوديتونو لګولو خبريالان اندېښمن کړي دي.
 


د مطلب کود: 275280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275280/په-رسنیو-باندې-د-محدودیتونو-لګول-اصولو-او-ارزښتونو-ساتل-دي

آوا
  https://www.avapress.com