دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 275280
په رسنیو باندې د محدودیتونو لګول د اصولو او ارزښتونو ساتل دي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس وايي، د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي، نو اسلامي امارت د رسنیو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانین وضع کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې د ثور د ۲۴مې د درس او نصیحت تر عنوان لاندې جوړ شوی وو، وینا وکړه او وویل: د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي او اسلامي امارت د اصولو او ارزښتونو د ساتنې په موخه قوانین وضع کړي دي.
 
ښاغلي حماد ټینګار وکړ چې دغه بندیزونه د هېواد د اصولو او ارزښتونو د ساتلو په هدف له رسنیو پورته دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرخان ثاقب وايي، سره له دې چې هېواد ازادي ترلاسه کړې، خو په هېواد کې د کلتوري اشغال لړۍ لا هم روانه ده.
 
هغه زیاته کړه، هر ملت خپل دود لري، خپل لباس لري، موږ څوک یو، د یو مسلمان په توګه باید خپل کلتور ولرو او که نه؟
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول د سرپرست حکومت له لوري پر وخت د معلوماتو نه ترلاسه کولو او د ځينو محدوديتونو لګولو خبريالان اندېښمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjoie8yuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته