کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان کې ترافیکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 اسد 1402 ساعت 14:41

د لغمان ولایت د امنیې قومندانۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د لغمان ولایت د مرکز اړوند د سروکان چوک په سیمه کې د پولیسو د رینجر موټر او سراچه ډوله موټر د ټکر له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن سه شنبه د اسد ۳۱ مه د کابل جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند د سرخکان چوک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې اته تنه پوځيان او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي او يو بل ملکي وګړى وژل شوى دى.
 
د لغمان د امنيې قوماندانۍ د ترافيکو مديريت د پېښې ځاى ته رسېدلي او ټپيان يې د لومړنيو مرستو په موخه نږدې روغتيايي مرکز ته لېږدولي دي.
 
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
 


د مطلب کود: 275347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275347/لغمان-کې-ترافیکي-پېښې-۱۲-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com