دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 275347
لغمان کې ترافیکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د لغمان ولایت د امنیې قومندانۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د لغمان ولایت د مرکز اړوند د سروکان چوک په سیمه کې د پولیسو د رینجر موټر او سراچه ډوله موټر د ټکر له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن سه شنبه د اسد ۳۱ مه د کابل جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند د سرخکان چوک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې اته تنه پوځيان او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي او يو بل ملکي وګړى وژل شوى دى.
 
د لغمان د امنيې قوماندانۍ د ترافيکو مديريت د پېښې ځاى ته رسېدلي او ټپيان يې د لومړنيو مرستو په موخه نږدې روغتيايي مرکز ته لېږدولي دي.
 
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcdok0x5yt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته