کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې روغتيايي مرکزونو ته د دوه سوه روږدو کسان ليږدول شو

1 سنبله 1402 ساعت 10:12

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه په نشه يي توکو د روږدو ۲۰۰ تنو د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته د لیږدولو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو پرون (سه شنبه، اسد ۳۱) په کابل کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام پیل کړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغه پروګرام د پيل په نتيجه کې د کابل له بېلابېلو سيمو څخه په نشه يي توکو دوه سوه تنه روږدي کسان راټول او د معتادينو د درملنې مرکزونو ته ليږدول شوي دي.
 
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په دې وروستيو کې په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام پيل کړى او په نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان يې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته استولي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال کابل ښاروالۍ د کورنيو چارو وزارت په همکارۍ له شلو کلونو وروسته د کابل ښار تر پل سوخته لاندې په نشه يي توکو زرګونه روږدي کسان راټول کړي وو.
 


د مطلب کود: 275386

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275386/په-کابل-کې-روغتيايي-مرکزونو-ته-د-دوه-سوه-روږدو-کسان-ليږدول-شو

آوا
  https://www.avapress.com