دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 275386
په کابل کې روغتيايي مرکزونو ته د دوه سوه روږدو کسان ليږدول شو
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه په نشه يي توکو د روږدو ۲۰۰ تنو د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته د لیږدولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو پرون (سه شنبه، اسد ۳۱) په کابل کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام پیل کړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغه پروګرام د پيل په نتيجه کې د کابل له بېلابېلو سيمو څخه په نشه يي توکو دوه سوه تنه روږدي کسان راټول او د معتادينو د درملنې مرکزونو ته ليږدول شوي دي.
 
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په دې وروستيو کې په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام پيل کړى او په نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان يې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته استولي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال کابل ښاروالۍ د کورنيو چارو وزارت په همکارۍ له شلو کلونو وروسته د کابل ښار تر پل سوخته لاندې په نشه يي توکو زرګونه روږدي کسان راټول کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcg7n9x3ak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته