کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران له افغانستان سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي

1 سنبله 1402 ساعت 10:35

د ایران د اسلامی جمهوریت د کرنې د چارو مرستیال د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له سرپرست عطاء الله عمری سره په کتنه کښې وویل، د افغانستان له کروندګرو سره د آفتونو او نباتاتو له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کښې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت د معین او د ایران د کرنیزو څیړنو له رئیس مجتبی خیام نکوئي سره وکتل.
 
د دغه خبر په خپرولو سره د کرنې وزارت وايي: په دې کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د کرنې د وزير مرستيال د کرنې په برخه کې له افغانستان سره د همکاريو د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کې وويل: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.
 
د ایران د کرنې د مرستیال هم ډاډ ورکړی چې دوی چمتو دي چې له افغان بزګرانو سره د آفتونو او نباتاتو د ناروغیو د مخنیوي او د افریقايي ملخانو د زیاتوالي د مخنیوي په برخو کې همکاري وکړي.
 
په ورته وخت کې د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ایران د کرنې وزارت د مرستیال د همکارۍ د اعلان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، د کرنې د څېړنو د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د افریقايي ملخانو د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر باید د ایران د کرنې د وزارت د مرستیال د همکارۍ د اعلان هرکلی وشي. د ایران د اسلامی جمهوریت د کرنې د متخصصینو له تجربو څخه په استفادې سره، دغه هېواد ته یو شمېر کارمندان لیږی.
 


د مطلب کود: 275393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275393/ایران-له-افغانستان-سره-د-کرنې-په-برخه-کې-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com