دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 275393
ایران له افغانستان سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت د کرنې د چارو مرستیال د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له سرپرست عطاء الله عمری سره په کتنه کښې وویل، د افغانستان له کروندګرو سره د آفتونو او نباتاتو له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کښې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت د معین او د ایران د کرنیزو څیړنو له رئیس مجتبی خیام نکوئي سره وکتل.
 
د دغه خبر په خپرولو سره د کرنې وزارت وايي: په دې کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د کرنې د وزير مرستيال د کرنې په برخه کې له افغانستان سره د همکاريو د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کې وويل: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.
 
د ایران د کرنې د مرستیال هم ډاډ ورکړی چې دوی چمتو دي چې له افغان بزګرانو سره د آفتونو او نباتاتو د ناروغیو د مخنیوي او د افریقايي ملخانو د زیاتوالي د مخنیوي په برخو کې همکاري وکړي.
 
په ورته وخت کې د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ایران د کرنې وزارت د مرستیال د همکارۍ د اعلان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، د کرنې د څېړنو د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د افریقايي ملخانو د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر باید د ایران د کرنې د وزارت د مرستیال د همکارۍ د اعلان هرکلی وشي. د ایران د اسلامی جمهوریت د کرنې د متخصصینو له تجربو څخه په استفادې سره، دغه هېواد ته یو شمېر کارمندان لیږی.
 
https://avapress.com/vdceon8wxjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته