کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به له ایران سره مخامخ شي

1 سنبله 1402 ساعت 14:42

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن چهارشنبه د سنبلې په ۱ نېټه د منځنۍ اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.


آوا: دا لوبه به نن (چهارشنبه، سنبله ۱) د افغانستان په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې په تاجکستان کې ترسره شي.
 
په دې سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې له قرغزستان څخه ماتې وخوړه او په پایله کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړه.
 
که د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د ایران پر وړاندې وګټي نو د دغو سیالیو بل پړاو ته د رسېدو چانس لري.
 
د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې مشر روزونکي فیض محمد فیضي له ایران سره تر لوبې مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې زده کوونکي یې په دې ستره لوبه کې د پام وړ حضور ته چمتو دي.
 
هغه وويل چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي غواړي چې د دغو سياليو اتلان شي.
 


د مطلب کود: 275410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275410/د-هېواد-فوټبال-۱۷-کلنو-ملي-لوبډله-له-ایران-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com