دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 275410
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به له ایران سره مخامخ شي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن چهارشنبه د سنبلې په ۱ نېټه د منځنۍ اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: دا لوبه به نن (چهارشنبه، سنبله ۱) د افغانستان په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې په تاجکستان کې ترسره شي.
 
په دې سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې له قرغزستان څخه ماتې وخوړه او په پایله کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړه.
 
که د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د ایران پر وړاندې وګټي نو د دغو سیالیو بل پړاو ته د رسېدو چانس لري.
 
د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې مشر روزونکي فیض محمد فیضي له ایران سره تر لوبې مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې زده کوونکي یې په دې ستره لوبه کې د پام وړ حضور ته چمتو دي.
 
هغه وويل چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي غواړي چې د دغو سياليو اتلان شي.
 
https://avapress.com/vdcezn8w7jh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته