کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال

2 سنبله 1402 ساعت 9:04

د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې د خبر له مخې، نن (پنجشنبه، ۲ سنبله) او سبا په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.
 
د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په مختلفو سیمو کښې د ۱۵ نه تر ۴۵ ملی میټره پورې د باران وړاندوینه کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي وو، چې يواځې په ميدان وردګو ولايت کې د سېلابونو له امله تر ٤٠ ډېر کسان مړه او ټپيان شوي وو.
 


د مطلب کود: 275449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275449/د-هېواد-په-۹-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سیلابونو-احتمال

آوا
  https://www.avapress.com