دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 275449
د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال
د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې د خبر له مخې، نن (پنجشنبه، ۲ سنبله) او سبا په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.
 
د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په مختلفو سیمو کښې د ۱۵ نه تر ۴۵ ملی میټره پورې د باران وړاندوینه کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي وو، چې يواځې په ميدان وردګو ولايت کې د سېلابونو له امله تر ٤٠ ډېر کسان مړه او ټپيان شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcgtn9xyak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته