کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې د افغان زده کوونکو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې نورې اسانتیاوې رامنځته شئ!

4 سنبله 1402 ساعت 9:48

په تهران کښې د افغانستان د سفارت سرپرست د ایران د اسلامی جمهوریت د پوهنې وزارت له چارواکو سره د ایران په ښوونځیو کښې د افغان زده کوونکو د نوم لیکنې په بهیر کښې د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو په هکله خبرې اترې وکړې.


آوا: په تهران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تهران کې د دغه سفارت مشر فضل محمد حقاني او د ایران د پوهني وزارت د نړیوالو چارو د مرکز او د ښوونې او روزنې مرستیال ابوالفضل کمالي سره کتلي.
 
د خبرپاڼي له مخې: په دې کتنه کې دواړو لورو د ايران په دولتي ښوونځيو کې د افغان محصلينو د نوم ليکنې په بهيرکې د زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو په باب خبرې وکړې.
 
د يادونې وړ ده، چې د ايران په ښوونځيو کې شاوخوا اوه سوه زره بهرني زده کوونکي، چې ډېرى يې افغانان دي، زده کړې کوي او د افغانستان د اوسنيو شرايطو له امله په ايراني ښوونځيو کې د بهرنيو اتباعو او کډوالو د زده کوونکو شمېر مخ په زياتېدو دى.
 


د مطلب کود: 275531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275531/په-ایران-کې-د-افغان-زده-کوونکو-لپاره-نوم-لیکنې-بهیر-نورې-اسانتیاوې-رامنځته-شئ

آوا
  https://www.avapress.com