دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 275531
په ایران کې د افغان زده کوونکو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې نورې اسانتیاوې رامنځته شئ!
په تهران کښې د افغانستان د سفارت سرپرست د ایران د اسلامی جمهوریت د پوهنې وزارت له چارواکو سره د ایران په ښوونځیو کښې د افغان زده کوونکو د نوم لیکنې په بهیر کښې د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: په تهران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تهران کې د دغه سفارت مشر فضل محمد حقاني او د ایران د پوهني وزارت د نړیوالو چارو د مرکز او د ښوونې او روزنې مرستیال ابوالفضل کمالي سره کتلي.
 
د خبرپاڼي له مخې: په دې کتنه کې دواړو لورو د ايران په دولتي ښوونځيو کې د افغان محصلينو د نوم ليکنې په بهيرکې د زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو په باب خبرې وکړې.
 
د يادونې وړ ده، چې د ايران په ښوونځيو کې شاوخوا اوه سوه زره بهرني زده کوونکي، چې ډېرى يې افغانان دي، زده کړې کوي او د افغانستان د اوسنيو شرايطو له امله په ايراني ښوونځيو کې د بهرنيو اتباعو او کډوالو د زده کوونکو شمېر مخ په زياتېدو دى.
 
https://avapress.com/vdcipwarzt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته