کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په درېيو ولايتونو کې پر نږدې څلور زره کورنيو خوراکي توکي او نغدي مرسته ووېشل شوه

6 سنبله 1402 ساعت 9:00

چارواکي وايي، په هرات، غزني او پنجشېر ولایتونو کې څه باندې ۳۹۷۹ کورنیو ته د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا خوراکي توکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.


آوا - کابل: د اړو خلکو نړیوال موسسي د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې څه باندې ۲۶۹۴ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وویشل.
 
هرې کورنۍ ته ۱۱ زره شل افغانۍ وویشل شوې.
 
په هرات ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي هم په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۱۶۴۸ کورنیو ته د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) لخوا د خوراکي توکو د ویش خبر ورکوي.
 
دغه مرستې د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۵مه د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پر اوسېدونکو ووېشل شوې.
 
بل خوا د پنجشېر ولایت په مرکز او لومړۍ ناحیه کې پر ۸۳۵ اړمنو کورنیو د ECW او یو شمېر نورو مرستندویه موسسو له خوا خوراکي توکي ووېشل شول.
 
خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي له نړيوالو مرستندويه موسسو د دا ډول مرستو د دوام غوښتونکي دي.
 


د مطلب کود: 275664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275664/د-هېواد-په-درېيو-ولايتونو-کې-پر-نږدې-څلور-زره-کورنيو-خوراکي-توکي-او-نغدي-مرسته-ووېشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com