دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 275664
د هېواد په درېيو ولايتونو کې پر نږدې څلور زره کورنيو خوراکي توکي او نغدي مرسته ووېشل شوه
چارواکي وايي، په هرات، غزني او پنجشېر ولایتونو کې څه باندې ۳۹۷۹ کورنیو ته د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا خوراکي توکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اړو خلکو نړیوال موسسي د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې څه باندې ۲۶۹۴ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وویشل.
 
هرې کورنۍ ته ۱۱ زره شل افغانۍ وویشل شوې.
 
په هرات ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي هم په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۱۶۴۸ کورنیو ته د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) لخوا د خوراکي توکو د ویش خبر ورکوي.
 
دغه مرستې د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۵مه د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پر اوسېدونکو ووېشل شوې.
 
بل خوا د پنجشېر ولایت په مرکز او لومړۍ ناحیه کې پر ۸۳۵ اړمنو کورنیو د ECW او یو شمېر نورو مرستندویه موسسو له خوا خوراکي توکي ووېشل شول.
 
خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي له نړيوالو مرستندويه موسسو د دا ډول مرستو د دوام غوښتونکي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvtd0jw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته