کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یونان کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ د ډوبیدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي

7 سنبله 1402 ساعت 12:28

د ترکیې سواحلو ته نږدې د یونان په ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو د دوو کښتیو د ډوبیدو په پایله کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي دي.


آوا: اسوشیتد پرس د یونانی چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د ترکیې له سواحلو څخه د یونان ټاپوګانو ته د مهاجرو د کښتیو د ډوبیدو په دوو جلا پیښو کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوی دی.
 
د یونان د لیسبوس ټاپو په شمال ختیځ کې، چې د ترکیې سواحلو ته څېرمه موقعیت لري، د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۸ تنه ژغورل شوي دي.
 
د یونان د حکومت ویاند پاولوس ماریناکیس ویلي، په وژل شویو کې یو اته کلن هلک او درې نجونې شاملې دي چې عمرونه یې ۱۴، ۸ او ۱۱ میاشتې دي.
 
د یونان د سمندري چارو وزیر ملټیادیس وریتسیوټس هم ویلي، چې ساحلي ساتونکو د ترکیې په اوبو کې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
 
دا نه ده څرګنده چې دغه کسان د کومو هېوادونو اتباع دي.
 
په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتونکو د کښتیو ډوبیدو تل د بیلابیلو هیوادونو د اتباعو ژوند اخیستی دی.
 
افغان اتباع هم وخت په وخت په مړو کې موجود وو.
 


د مطلب کود: 275756

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275756/په-یونان-کې-د-پناه-غوښتونکو-کښتۍ-ډوبیدو-له-امله-پنځه-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com