دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 275756
په یونان کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ د ډوبیدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي
د ترکیې سواحلو ته نږدې د یونان په ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو د دوو کښتیو د ډوبیدو په پایله کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: اسوشیتد پرس د یونانی چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د ترکیې له سواحلو څخه د یونان ټاپوګانو ته د مهاجرو د کښتیو د ډوبیدو په دوو جلا پیښو کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوی دی.
 
د یونان د لیسبوس ټاپو په شمال ختیځ کې، چې د ترکیې سواحلو ته څېرمه موقعیت لري، د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۸ تنه ژغورل شوي دي.
 
د یونان د حکومت ویاند پاولوس ماریناکیس ویلي، په وژل شویو کې یو اته کلن هلک او درې نجونې شاملې دي چې عمرونه یې ۱۴، ۸ او ۱۱ میاشتې دي.
 
د یونان د سمندري چارو وزیر ملټیادیس وریتسیوټس هم ویلي، چې ساحلي ساتونکو د ترکیې په اوبو کې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
 
دا نه ده څرګنده چې دغه کسان د کومو هېوادونو اتباع دي.
 
په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتونکو د کښتیو ډوبیدو تل د بیلابیلو هیوادونو د اتباعو ژوند اخیستی دی.
 
افغان اتباع هم وخت په وخت په مړو کې موجود وو.
 
https://avapress.com/vdchmmni-23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته