کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولايت کې د وسلو يوه ډيپو کشف شوه

7 سنبله 1402 ساعت 15:17

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې آمر وايي چې امنيتي ځواکونو په چهار کنت ولسوالۍ کې دوسلو يوه ډيپو چې ٣٧ کلاشينکوفونه ، يوه پيکا ، نهه ميله تفنګچي ، يوشمير دراکټ مرمۍ او نور پوځي مهمات پکې شامل دي کشف او ترلاسه کړي دي .


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې آمر مولوی عطا محمد بلال په دغه ولایت کې د وسلو د یوې ډیپو د کشف خبر ورکړی او وایی چې په دې ډیپو کې ۳۷ میله کلاشینکوفونه، یو پیکا، نهه میله تفنګچي، څو د راکټ مرمۍ او نور پوځي مهمات شامل دي.
 
هغه زياتوي، چې دغه ډيپو په چهارکنت ولسوالۍ کې کشف او په تړاو يې درې تنه نيول شوي دي.
 
بلال وویل چې د اسلامي امارت په نظام کې د کشفي ځواکونو فعالیت سخت دی او د ناقانونه وسلو د پیژندلو او ضبطولو لپاره یې کشفي تدابیر نیولي دي.
 
مولوي بلال وویل چې د کشف شویو وسلو ډیپو د پخواني رژیم د قومندانانو او افسرانو ملکیت دی او دا کشف شوي وسلې به د اسلامي امارت نظامي ډیپو ته لیږدول کیږي چې له ثبت وروسته به د امنیتي ځواکونو ترمنځ وویشل شي.
 
بلال وایي: د اسلامي امارت حکومت عامو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې له قضايي پایلو او د نیول کیدو له وېرې دې ناقانونه وسلې د دوی په رضایت سره وسپاري، که نه نو امنیتي ځواکونه به یې ناقانونه وسله کشف او هغوی به محبس ته ولیږل شي.
 
د بلخ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې قوماندان د سوداګرو او د ټولنې په نورو برخو کې د ثبت شويو وسلو د وېش اعلان وکړ او زياته يې کړه: هغه کسان چې د خپل ځاني خونديتوب لپاره وسلې ته اړتيا لري، کولاى شي له محدوديت پرته او د لږو پيسو په بدل کې اړوندو ارګانونو ته مراجعه وکړي.
 
له بلې خوا د بلخ د پوليسو وياند محمد آصف وزيري وايي چې په تير کال کې امنيتي ځواکونو د بلخ ولايت په بيلابيلو سيمو کې د وسلو اته ډيپوګانې کشف او ضبط کړي دي او په دغو ډيپوګانو کې څه دپاسه ٢٥٠ زره سپکې او درندې وسلې موجود وي چې په غير قانوني توګه ساتلي کیدلي.
 


د مطلب کود: 275771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275771/په-بلخ-ولايت-کې-د-وسلو-يوه-ډيپو-کشف-شوه

آوا
  https://www.avapress.com