دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 275771
په بلخ ولايت کې د وسلو يوه ډيپو کشف شوه
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې آمر وايي چې امنيتي ځواکونو په چهار کنت ولسوالۍ کې دوسلو يوه ډيپو چې ٣٧ کلاشينکوفونه ، يوه پيکا ، نهه ميله تفنګچي ، يوشمير دراکټ مرمۍ او نور پوځي مهمات پکې شامل دي کشف او ترلاسه کړي دي .
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې آمر مولوی عطا محمد بلال په دغه ولایت کې د وسلو د یوې ډیپو د کشف خبر ورکړی او وایی چې په دې ډیپو کې ۳۷ میله کلاشینکوفونه، یو پیکا، نهه میله تفنګچي، څو د راکټ مرمۍ او نور پوځي مهمات شامل دي.
 
هغه زياتوي، چې دغه ډيپو په چهارکنت ولسوالۍ کې کشف او په تړاو يې درې تنه نيول شوي دي.
 
بلال وویل چې د اسلامي امارت په نظام کې د کشفي ځواکونو فعالیت سخت دی او د ناقانونه وسلو د پیژندلو او ضبطولو لپاره یې کشفي تدابیر نیولي دي.
 
مولوي بلال وویل چې د کشف شویو وسلو ډیپو د پخواني رژیم د قومندانانو او افسرانو ملکیت دی او دا کشف شوي وسلې به د اسلامي امارت نظامي ډیپو ته لیږدول کیږي چې له ثبت وروسته به د امنیتي ځواکونو ترمنځ وویشل شي.
 
بلال وایي: د اسلامي امارت حکومت عامو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې له قضايي پایلو او د نیول کیدو له وېرې دې ناقانونه وسلې د دوی په رضایت سره وسپاري، که نه نو امنیتي ځواکونه به یې ناقانونه وسله کشف او هغوی به محبس ته ولیږل شي.
 
د بلخ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې قوماندان د سوداګرو او د ټولنې په نورو برخو کې د ثبت شويو وسلو د وېش اعلان وکړ او زياته يې کړه: هغه کسان چې د خپل ځاني خونديتوب لپاره وسلې ته اړتيا لري، کولاى شي له محدوديت پرته او د لږو پيسو په بدل کې اړوندو ارګانونو ته مراجعه وکړي.
 
له بلې خوا د بلخ د پوليسو وياند محمد آصف وزيري وايي چې په تير کال کې امنيتي ځواکونو د بلخ ولايت په بيلابيلو سيمو کې د وسلو اته ډيپوګانې کشف او ضبط کړي دي او په دغو ډيپوګانو کې څه دپاسه ٢٥٠ زره سپکې او درندې وسلې موجود وي چې په غير قانوني توګه ساتلي کیدلي.
 
https://avapress.com/vdcefn8wzjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته