کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سترې محکمې د قبالو د وېش بهیر پیل کړی دی

8 سنبله 1402 ساعت 13:17

سترې محکمې په هېوادوالو د قبالو د وېش اعلان وکړ او ويې ويل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په حکم د قبالو د وېش لړۍ پيل شوې ده.


آوا - کابل: سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اوس مهال اسناد په کاغذي بڼه وېشل کېږي او د برېښنایي قبالو (اسنادو) د وېش بهیر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سیستم تر جوړېدو پورې دریدلي.
 
په همدې حال کې باختر خبري آژانس د راپور له مخي، د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده دوه ورځې مخکې د یو شمیر لوړ پورو چارواکو سره په لیدنه کې پر سترې محکمې امر کړی چې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي.
 


د مطلب کود: 275825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275825/سترې-محکمې-د-قبالو-وېش-بهیر-پیل-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com