دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 275825
سترې محکمې د قبالو د وېش بهیر پیل کړی دی
سترې محکمې په هېوادوالو د قبالو د وېش اعلان وکړ او ويې ويل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په حکم د قبالو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اوس مهال اسناد په کاغذي بڼه وېشل کېږي او د برېښنایي قبالو (اسنادو) د وېش بهیر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سیستم تر جوړېدو پورې دریدلي.
 
په همدې حال کې باختر خبري آژانس د راپور له مخي، د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده دوه ورځې مخکې د یو شمیر لوړ پورو چارواکو سره په لیدنه کې پر سترې محکمې امر کړی چې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcewn8wnjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته