کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګ په مربوطاتو کې د پوليسو له خوا د يو شمېر وسلو کشف شوي

9 سنبله 1402 ساعت 8:42

د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې يوه اندازه وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


آوا - کابل: د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، دغه وسلې د دایمیرداد، بهسودو، جلریز او جغتو ولسوالیو په مربوطاتو کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه شوې دی.
 
د وردګو د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو عملیاتو کې اته میله کلاشینکوفونه، یو راکټ لانچر، یو میل تفنګچه او جنګي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د ميدان وردګو له يو شمېر ولسواليو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه شوې وې.
 


د مطلب کود: 275867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275867/د-میدان-وردګ-په-مربوطاتو-کې-پوليسو-له-خوا-يو-شمېر-وسلو-کشف-شوي

آوا
  https://www.avapress.com