دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 275867
د میدان وردګ په مربوطاتو کې د پوليسو له خوا د يو شمېر وسلو کشف شوي
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې يوه اندازه وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، دغه وسلې د دایمیرداد، بهسودو، جلریز او جغتو ولسوالیو په مربوطاتو کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه شوې دی.
 
د وردګو د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو عملیاتو کې اته میله کلاشینکوفونه، یو راکټ لانچر، یو میل تفنګچه او جنګي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د ميدان وردګو له يو شمېر ولسواليو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcaimnu049n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته