کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ پر لازیاتو سرحدي همکاریو ټینګار وشو

9 سنبله 1402 ساعت 13:15

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د الفتح قول اردو مسوولینو د ترکمنستان له پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه سنبله ۹) دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو یو قوماندان مولوي منصور جاوېد په شمال زون کې د اسلامي امارت د دفاعي چارو مسئولینو د نورو مسؤلینو سره په ګډه د ترکمنستان د سرحدونو له مرسیال وزیر غلام حضرت سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د اقینې په بندر کې د سرحدي همکاریو او لازمې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
 
دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر ساتلو او په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 275901

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275901/د-ترکمنستان-او-افغانستان-ترمنځ-پر-لازیاتو-سرحدي-همکاریو-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.com