دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 275901
د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ پر لازیاتو سرحدي همکاریو ټینګار وشو
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د الفتح قول اردو مسوولینو د ترکمنستان له پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه سنبله ۹) دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو یو قوماندان مولوي منصور جاوېد په شمال زون کې د اسلامي امارت د دفاعي چارو مسئولینو د نورو مسؤلینو سره په ګډه د ترکمنستان د سرحدونو له مرسیال وزیر غلام حضرت سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د اقینې په بندر کې د سرحدي همکاریو او لازمې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
 
دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر ساتلو او په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcjyie8vuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته