کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت:

له پاکستانه په یوه ورځ کې تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

9 سنبله 1402 ساعت 13:43

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې نن (پنجشنبه، سنبله ۹) له پاکستان څخه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې نن پنجشنبه (سنبلې ۹) له پاکستان څخه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی دی.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې تېره ورځ (چهارشنبه، سنبله ۸) له پاکستان څخه ۱۲۶۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
 
په سپين بولدک کې د کندهار د کډوالو د راستنولو د چارو د سرحدي قوماندان د څرګندونو له مخې: د يادو شويو کسانو له جملې څخه د ١١٥٣  تنو په ګډون ١٩٤ کورنۍ په خپله خوښه راستانه شوي دي او د کراچۍ له محبس څخه ١١٦ تنه نور بنديان چې له دريو څخه تر پنځو مياشتو پورې د بند موده وه راخوشې شوي دي .
 


د مطلب کود: 275910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275910/له-پاکستانه-په-یوه-ورځ-کې-تر-زرو-ډېر-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com