دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 275910
له پاکستانه په یوه ورځ کې تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې نن (پنجشنبه، سنبله ۹) له پاکستان څخه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې نن پنجشنبه (سنبلې ۹) له پاکستان څخه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی دی.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې تېره ورځ (چهارشنبه، سنبله ۸) له پاکستان څخه ۱۲۶۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
 
په سپين بولدک کې د کندهار د کډوالو د راستنولو د چارو د سرحدي قوماندان د څرګندونو له مخې: د يادو شويو کسانو له جملې څخه د ١١٥٣  تنو په ګډون ١٩٤ کورنۍ په خپله خوښه راستانه شوي دي او د کراچۍ له محبس څخه ١١٦ تنه نور بنديان چې له دريو څخه تر پنځو مياشتو پورې د بند موده وه راخوشې شوي دي .
 
https://avapress.com/vdcjvie8yuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته