کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول

10 سنبله 1402 ساعت 12:51

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایي، پیښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د یوه هیلکس موټر د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د قوماندان دوران په نوم د اسلامي امارت يو قوماندان د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره هغه مهال ووژل شو، چې د خپل زوى په واده کې د ګډون په موخه د ياوان ولسوالۍ شينګان کلي ته روان وو.
 
کامګار زياته کړه چې په وژل شويو کې يوه ښځه او پنځه نارينه شامل دي. 


د مطلب کود: 275953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275953/په-بدخشان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-شپږ-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com