دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 275953
په بدخشان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایي، پیښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د یوه هیلکس موټر د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د قوماندان دوران په نوم د اسلامي امارت يو قوماندان د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره هغه مهال ووژل شو، چې د خپل زوى په واده کې د ګډون په موخه د ياوان ولسوالۍ شينګان کلي ته روان وو.
 
کامګار زياته کړه چې په وژل شويو کې يوه ښځه او پنځه نارينه شامل دي. 
https://avapress.com/vdcgnn9xwak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته