کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان لوبغاړی فرید بشارت له خپل برازیلي سیال سره سیالي کوي

11 سنبله 1402 ساعت 11:06

افغان فري سټایل لوبغاړی فرید بشارت به د شنبې په شپه (سنبلي ۱۱) له خپل برازیلي سیال سره په UFC کې سیالي وکړي.


آوا: یو اف سي چې د نړۍ تر ټولو لوی ازاد جنګی سازمان دی، خبر ورکړی چې د افغانستان څخه فرید بشارت د برازیل له یوه سیال "کلیډسن روډریګز" سره د دغه سازمان د سیالیو په پنجره کې داخلیږي.
 
د دواړو ورزشکارانو د وزن سیالۍ د جمعې په شپه په پاریس کې ترسره شوې چې پکې دوی د ۶۱ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې سیالي کوي.
 
فرید بشارت په ۱۰ بریاوو سره نه ماتی خوړلی او دا یې په UFC سازمان کې دویمه تجربه ده، پخوانۍ سیالي یې د امریکا له یوه سیال «ډیمن بلیک لاین» سره وه چې د نمرو په ګټلو بریالی شوی و.
 
د يادونې وړ ده، چې د برازيل کليډسن روډريګوز تر اوسه اته برياوې او دوي ماتي دي او نن شپه به خپله درېيمه هڅه په UFC سازمان کې د افغان لوبغاړي پر وړاندې ترسره کړي.
 
بشارت اوسمهال د نړۍ په کچه ۵۳م او د هغه برازیلي حریف په ۶۱ کیلوګرامه کټګورۍ کې ۳۵م ځای لري.
 
که فرید بشارت وکولای شي د دغه مخالف مخه ونیسي، د فری سټایل سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې به د پام وړ لوړوالی ولري.
 


د مطلب کود: 275989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275989/افغان-لوبغاړی-فرید-بشارت-له-خپل-برازیلي-سیال-سره-سیالي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com