دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 275989
افغان لوبغاړی فرید بشارت له خپل برازیلي سیال سره سیالي کوي
افغان فري سټایل لوبغاړی فرید بشارت به د شنبې په شپه (سنبلي ۱۱) له خپل برازیلي سیال سره په UFC کې سیالي وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: یو اف سي چې د نړۍ تر ټولو لوی ازاد جنګی سازمان دی، خبر ورکړی چې د افغانستان څخه فرید بشارت د برازیل له یوه سیال "کلیډسن روډریګز" سره د دغه سازمان د سیالیو په پنجره کې داخلیږي.
 
د دواړو ورزشکارانو د وزن سیالۍ د جمعې په شپه په پاریس کې ترسره شوې چې پکې دوی د ۶۱ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې سیالي کوي.
 
فرید بشارت په ۱۰ بریاوو سره نه ماتی خوړلی او دا یې په UFC سازمان کې دویمه تجربه ده، پخوانۍ سیالي یې د امریکا له یوه سیال «ډیمن بلیک لاین» سره وه چې د نمرو په ګټلو بریالی شوی و.
 
د يادونې وړ ده، چې د برازيل کليډسن روډريګوز تر اوسه اته برياوې او دوي ماتي دي او نن شپه به خپله درېيمه هڅه په UFC سازمان کې د افغان لوبغاړي پر وړاندې ترسره کړي.
 
بشارت اوسمهال د نړۍ په کچه ۵۳م او د هغه برازیلي حریف په ۶۱ کیلوګرامه کټګورۍ کې ۳۵م ځای لري.
 
که فرید بشارت وکولای شي د دغه مخالف مخه ونیسي، د فری سټایل سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې به د پام وړ لوړوالی ولري.
 
https://avapress.com/vdcfctd01w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته