کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د وضعیت څېړنه د متحده عربي اماراتو سفیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي په لیدنه کې

11 سنبله 1402 ساعت 11:13

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلوي سره د افغانستان پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي.


آوا - کابل: توماس نیکولسن په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د هرچا لپاره د زده کړو د فرصتونو د رامنځته کولو، د هېواد د اقتصاد او په حکومتولۍ کې د ټولو طبقو د ونډې په اړه خبرې وکړې.
 
د هغه په ​​وينا، اروپايي ټولنه او متحده عربي امارات به په دې برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، چې په افغانستان کې ټولو ته د کار زمينه برابره شي.
 
په بروکسل کې د متحده عربي اماراتو سفیر په یوه بیان کې ویلي، چې هېواد به یې له اروپايي ټولنې سره د افغانستان له خلکو او په دغه هېواد کې د ښځو د اساسي حقونو د ملاتړ په برخه کې له نږدې کار وکړي.
 


د مطلب کود: 275991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275991/د-افغانستان-وضعیت-څېړنه-متحده-عربي-اماراتو-سفیر-او-لپاره-اروپايي-ټولنې-استازي-په-لیدنه-کې

آوا
  https://www.avapress.com