دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 275991
د افغانستان د وضعیت څېړنه  د متحده عربي اماراتو سفیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي په لیدنه کې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلوي سره د افغانستان پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: توماس نیکولسن په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د هرچا لپاره د زده کړو د فرصتونو د رامنځته کولو، د هېواد د اقتصاد او په حکومتولۍ کې د ټولو طبقو د ونډې په اړه خبرې وکړې.
 
د هغه په ​​وينا، اروپايي ټولنه او متحده عربي امارات به په دې برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، چې په افغانستان کې ټولو ته د کار زمينه برابره شي.
 
په بروکسل کې د متحده عربي اماراتو سفیر په یوه بیان کې ویلي، چې هېواد به یې له اروپايي ټولنې سره د افغانستان له خلکو او په دغه هېواد کې د ښځو د اساسي حقونو د ملاتړ په برخه کې له نږدې کار وکړي.
 
https://avapress.com/vdci3warzt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته