کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر څه باندې ۴۷ زره کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

12 سنبله 1402 ساعت 9:13

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۴۷۴۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن یکشنبه (سنبلي ۱۲) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د دغو مرستو د وېش دریم او څلورم پړاو پیل شو.
 
دغې ادارې زیاته کړې چې د دغو مرستو د ویش په دریم پړاو کې به ۱۴ زره ۷۵۰ بستې او په څلورم پړاو کې به ۹ زره ۵۰۰ بستې شاملې وي.
 
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو دا هم ویلي، چې د دغو مرستو په لومړي او دویم پړاو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳ زره او ۱۵۰ اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې دي.
 
د دې بنسټ رئیس مولوي مطیع الحق خلیل یادونه وکړه:«له هر ډول مرستي مخکې موږ یوه شفافه سروې ترسره کوو او که کومه اداره وغواړي چې د شفافیت په موخه په دې وېش کې برخه واخلي، نو هرکلی یې کوو، ځکه موږ یې د وېش لپاره هڅې کوو.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بنسټونو د اټکل له مخې له ۲۸ میلیونو څخه زیات افغانان سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې د کمښت له امله ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې نه شي رسولی.
 


د مطلب کود: 276041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276041/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-په-افغانستان-کې-پر-څه-باندې-۴۷-زره-کورنیو-مرستو-وېش-لړۍ-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com