دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 276041
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر څه باندې ۴۷ زره کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۴۷۴۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن یکشنبه (سنبلي ۱۲) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د دغو مرستو د وېش دریم او څلورم پړاو پیل شو.
 
دغې ادارې زیاته کړې چې د دغو مرستو د ویش په دریم پړاو کې به ۱۴ زره ۷۵۰ بستې او په څلورم پړاو کې به ۹ زره ۵۰۰ بستې شاملې وي.
 
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو دا هم ویلي، چې د دغو مرستو په لومړي او دویم پړاو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳ زره او ۱۵۰ اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې دي.
 
د دې بنسټ رئیس مولوي مطیع الحق خلیل یادونه وکړه:«له هر ډول مرستي مخکې موږ یوه شفافه سروې ترسره کوو او که کومه اداره وغواړي چې د شفافیت په موخه په دې وېش کې برخه واخلي، نو هرکلی یې کوو، ځکه موږ یې د وېش لپاره هڅې کوو.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بنسټونو د اټکل له مخې له ۲۸ میلیونو څخه زیات افغانان سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې د کمښت له امله ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې نه شي رسولی.
 
https://avapress.com/vdcfjvd0yw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته