کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ همکاري باید پراختیا ومومي

12 سنبله 1402 ساعت 13:34

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ رئيس ملا بخت الرحمن شرافت چې په يوه سوداګريز سفر ايران ته تللى، د ايران په مشهد ښار كې د ايران د خراسان رضوي له والي سردار نظري سره وليدل او دواړو لورو د دغه سفر په لا پراختيا ټينګار وكړ.


آوا -   کابل: د اورګاډي د ادارې مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، سنبله ۱۲) دغه خبر خپور کړ او ویې ویل: په دې کتنه کې دواړو لورو د اورګاډي پټلۍ د لېږد رالېږد له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د خواف - هرات د اورګاډي کرښې د دریمې برخې په پرانیستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د اورګاډي پټلۍ په برخه کې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراختیا ومومي.
 
د خراسان رضوي والي ژمنه وکړه چې د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ د مخابراتي سیسټم د لا پیاوړتیا او د سټیشنونو ترمنځ د ارتباطي خنډونو د مخنیوي لپاره به د ایران په خواف ښار کې نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي.
 
له بلې خوا ملا بخت الرحمن شرافت د خراسان رضوي د ریل پټلۍ له مشر ناصري سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د رېل پټلۍ د همکاريو د پراختيا او د خواف - هرات د اورګاډي د پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد د چټکتيا په اړه خبرې وشوې او د افغانستان د اورګاډي ادارې رييس هم د مشهد د اورګاډي د مسافر وړونکي سټېشن له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر له څو ورځو راهيسې په ايران کې دى او له ايران سره د لا زياتو همکاريو او د دوه اړخيزو پروژو د پيل په اړه سلا مشورې کوي.
 


د مطلب کود: 276062

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276062/د-ایران-او-افغانستان-ترمنځ-ریل-پټلۍ-همکاري-باید-پراختیا-ومومي

آوا
  https://www.avapress.com