دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 276062
د ایران او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ همکاري باید پراختیا ومومي
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ رئيس ملا بخت الرحمن شرافت چې په يوه سوداګريز سفر ايران ته تللى، د ايران په مشهد ښار كې د ايران د خراسان رضوي له والي سردار نظري سره وليدل او دواړو لورو د دغه سفر په لا پراختيا ټينګار وكړ.
افغان غږ خبری آژانس -   کابل: د اورګاډي د ادارې مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، سنبله ۱۲) دغه خبر خپور کړ او ویې ویل: په دې کتنه کې دواړو لورو د اورګاډي پټلۍ د لېږد رالېږد له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د خواف - هرات د اورګاډي کرښې د دریمې برخې په پرانیستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د اورګاډي پټلۍ په برخه کې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراختیا ومومي.
 
د خراسان رضوي والي ژمنه وکړه چې د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ د مخابراتي سیسټم د لا پیاوړتیا او د سټیشنونو ترمنځ د ارتباطي خنډونو د مخنیوي لپاره به د ایران په خواف ښار کې نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي.
 
له بلې خوا ملا بخت الرحمن شرافت د خراسان رضوي د ریل پټلۍ له مشر ناصري سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د رېل پټلۍ د همکاريو د پراختيا او د خواف - هرات د اورګاډي د پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد د چټکتيا په اړه خبرې وشوې او د افغانستان د اورګاډي ادارې رييس هم د مشهد د اورګاډي د مسافر وړونکي سټېشن له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر له څو ورځو راهيسې په ايران کې دى او له ايران سره د لا زياتو همکاريو او د دوه اړخيزو پروژو د پيل په اړه سلا مشورې کوي.
 
https://avapress.com/vdciqqarrt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته