کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړيواله ټولنه بايد په اوسنيو حالاتو افغانستان یواځي پری نږدي

16 سنبله 1402 ساعت 9:38

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په اوسني وضعیت کې افغانستان یواځي پری نږدي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد ملک په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې افغانستان د درېیم کال له وچکالۍ سره مخ دی چې خلکو ته یې خوراکی توکو او اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
 
د دې ترڅنګ ویل شوي چې افغان کورنۍ په ځانګړې توګه ماشومان دې د وچکالۍ د قربانیانو او زیانمنو کسانو په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای شي.
 
د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، د هغې سروې پر بنسټ چې د دغه سازمان له خوا د افغانستان په څو ولایتونو کې ترسره شوې، ۶۷ سلنه ماشومانو ویلي چې د تېر کال په پرتله د دوی لپاره خوراکي توکي ډېر کم شوي دي.
 
دغه سازمان همدا راز غوښتنه کړې، چې نړیواله ټولنه باید د بروکسل راتلونکې اوونۍ په غونډه کې، چې پر افغانستان تمرکز کوي، له دغه هېواد سره د مرستې لپاره عملي ژمنې وکړي.
 


د مطلب کود: 276246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276246/نړيواله-ټولنه-بايد-په-اوسنيو-حالاتو-افغانستان-یواځي-پری-نږدي

آوا
  https://www.avapress.com