دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 276246
نړيواله ټولنه بايد په اوسنيو حالاتو افغانستان یواځي پری نږدي
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په اوسني وضعیت کې افغانستان یواځي پری نږدي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد ملک په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې افغانستان د درېیم کال له وچکالۍ سره مخ دی چې خلکو ته یې خوراکی توکو او اوبو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
 
د دې ترڅنګ ویل شوي چې افغان کورنۍ په ځانګړې توګه ماشومان دې د وچکالۍ د قربانیانو او زیانمنو کسانو په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای شي.
 
د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، د هغې سروې پر بنسټ چې د دغه سازمان له خوا د افغانستان په څو ولایتونو کې ترسره شوې، ۶۷ سلنه ماشومانو ویلي چې د تېر کال په پرتله د دوی لپاره خوراکي توکي ډېر کم شوي دي.
 
دغه سازمان همدا راز غوښتنه کړې، چې نړیواله ټولنه باید د بروکسل راتلونکې اوونۍ په غونډه کې، چې پر افغانستان تمرکز کوي، له دغه هېواد سره د مرستې لپاره عملي ژمنې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcc0eqie2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته