کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویه لار په بشپړه توګه د موټرو پر مخ تړل شوې ده

19 سنبله 1402 ساعت 10:21

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار نن (یکشنبه) تر نامعلومې نېټې پورې په بشپړه توګه د موټرو پر مخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه اقدام لامل د دغې لویې لارې د بیارغونې د چارو پیل دی.
 
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس وايي، د سالنګ لویه لار به د یکشنبې له ورځې څخه تر نامعلومې نېټې پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.
 
د فواید عامې وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې د سالنګ تونل دننه د کانکریټو د ایښودلو له امله به دغه لویه لار د سنبلي له ۱۹مې څخه د ترافیکو پر مخ تړلې وي.
 
د ځینو مشهورو راپورونو له مخې د سالنګونو د لویې لارې په تړل کېدو سره د کابل په بازارونو کې د اومو موادو بیې لوړې شوې دي.
 


د مطلب کود: 276379

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276379/د-سالنګ-لویه-لار-په-بشپړه-توګه-موټرو-پر-مخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com