دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 276379
د سالنګ لویه لار په بشپړه توګه د موټرو پر مخ تړل شوې ده
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار نن (یکشنبه) تر نامعلومې نېټې پورې په بشپړه توګه د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه اقدام لامل د دغې لویې لارې د بیارغونې د چارو پیل دی.
 
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس وايي، د سالنګ لویه لار به د یکشنبې له ورځې څخه تر نامعلومې نېټې پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.
 
د فواید عامې وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې د سالنګ تونل دننه د کانکریټو د ایښودلو له امله به دغه لویه لار د سنبلي له ۱۹مې څخه د ترافیکو پر مخ تړلې وي.
 
د ځینو مشهورو راپورونو له مخې د سالنګونو د لویې لارې په تړل کېدو سره د کابل په بازارونو کې د اومو موادو بیې لوړې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcjame8huqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته