کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سټنډرډ ملي اداره:

ترکمنستان ته د ټیټ کیفیت د نفتي توکو څه باندې ۸۰ ټانکرونه راستانه شوي دي

19 سنبله 1402 ساعت 10:37

د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې اعلان کړی چې په تیرو څلورو میاشتو کې یې د ټیټ کیفیت د تیلو او ګازو شاوخوا ۸۰ ټانکرونه ترکمنستان ته استولي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې په پلیټ فارم ایکس کې یوه خبرتیا خپره کړې او ویلي یې دي چې د نفتو او ګازو دغه ټانکرونه د حيرتان بندر له لارې راستانه شوي دي.
 
د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې ویلي دي چې د هیواد په بندرونو کې یې د بې کیفیته کیهالونو د داخلیدو د مخنیوي په خاطر څارنه زیاته کړې ده.
 
دغې ادارې له دې مخکې ایران ته د ټیټ کیفیت د تیلو د ټانکرونو د استولو اعلان کړی و.
 
څو ورځې وړاندې، د ملي سټنډرډ ادارې اعلان وکړ چې د ټیټ کیفیت نفتي محصولاتو ۸۰ څخه ډیر ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شوي.
 


د مطلب کود: 276385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276385/ترکمنستان-ته-د-ټیټ-کیفیت-نفتي-توکو-څه-باندې-۸۰-ټانکرونه-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com